بازتاب نیوز

کمېسیون: حکومت د ولایتي دفترونو په خلاصون کې پروخت اقدام نه دی کړی

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، که د ولایتي دفاترو د تړل کېدو له امله انتخابات ځنډیږي دوی یې مسئولیت پرغاړه نه اخلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لوی ملي ائتلاف له لوري په یوشمېر ولایتونو کې د کمېسیون دفاترو پر تړل کېدو غبرګون ښيي او وايي، چې سیاسي احزاب او ائتلافونه دې د دفاترو د تړل کېدو پرځای له کمېسیون سره خبرې وکړي.

په ورته مهال د هرات ولایت امنیتي مسئولان ددې کمېسیون پروړاندې د پرلت کوونکو خیمې ټولې کړې، خو د لوی ملي ائتلاف غړي ټینګار کوي، که د ټاکنو شفافیت تضمین نه شي خپلو حرکتونو ته دوام ورکوي.

په کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د افغانستان لوی ملي اېتلاف غړو له لورې د ټاکنو خپلواک کمسیون دفترونو تر تړل کېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې په ټاکنو کې د هر ډول ځنډ مسولیت د هغو کسانو پر غاړه دی، چې په لایتونو کې یې یاد دفترونه تړلي دي.

کمیسیون وايي، چې د سیاسي احزابو او حکومت ملاتړ له ځان سره نه لري او حکومت تر دامهاله په ولایتونو کې د کمیسیون دفترونو تړل کیدو پروړاندې پر وخت اقدام نه دی کړی.

د کمسیون رییس وايي، چې په ولایتونو کې د کمیسیون دفترونو تړل کیدل په ټاکنو کې د ځنډ لامل کیږي چې کمیسیون به یې مسولیت پر غاړه ونه لري.

بل پلو په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونو د ټاکنو کمیسیون مخې ته د پرلت کوونکو خیمه ور ټوله کړې او په یاد ولایت کې امنیتي مسولین وايي، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د ټاکنو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

خو د لوی ملي اېتلاف غړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په حکومت پورې تړلی بولي او وايي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو تضمین یې نه وي ترلاسه کړی.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې له میشتو بهرنیو ځواکونو غواړي چې د ټاکنو اړوند موادو په لیږد کې ورسره مرسته وکړي او افغان ځواکونه دې د ټاکنو امنیت سربیره د نوماندانو امنیت هم خوندي کړي.

کمیسیون همداراز د رايې ورکولو لومړی لیست هم پنجشیر، فراه، زابل او سرپل ولایتونو ته لیږلی تر څو د دریو ورځو په لړ کې رایي ورکونکي وکولی شي خپل نوماندان ترې وپیژني.

په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونو تړل کیدو په تړاو د کمیسیون غبرګونونه داسې مهال دي چې د لوی ملي اېتلاف غړو خبرداری ورکړی، چې که یې غوښتنې ونه منل شي په ځینو نورو ولایتونو کې به هم د کمیسیون دفترونو په تړل کیدو لاس پورې کړي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13892-election

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading