بازتاب نیوز

د ټاکل شوي هیئت له لوري د جعلي انتخاباتي موادو څېړل

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

د انتخاباتي موادو په جعل تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کيږي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ولسمشری ماڼی له لورې ټاکل شوی هیئت خپلو څیړنو ته دوام ورکوي او له سیاسي احزابو یې د لا ډیرو جعلي اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې ده.

خو سیاسي احزاب د ولسمشری ماڼی له لورې پر ټاکل شوي هیئت نیوکه کوي او وايي، د حکومت له خوا د قضیو څیړلو په هدف په تیرو کلونو کې هم ورته پلاوي ټاکل شوي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري د زرګونه جعلي، سټیکرو، تذکرو او د نوم ثبتونې کتابونو تر افشا کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د لویې څارنوالۍ په مشرۍ ددې اسنادو د اروزنې لپاره هیئت وټاکه، چې لا یې هم څېړنې نه دي نهايي شوي.

اوس چې د یاد هیئت له ټاکل کیدو شاو خوا دوه اونۍ تیرې شوي لویه څارنوالي وايي، چې یاد هیئت په خپلواکه توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي او ټاکل شوي هیئت له احزابو غوښتي، چې د ټاکنو اړوند نور شواهد او اسناد هم ورسره شریک کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، هغه کسان چې د انتخاباتو موادو په جعل او تقلب کې لاس لري عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپیژندل شي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف او سیاسي احزاب، چې واردمخه یې د راتلونکو ټاکنو شفافیت او سرتاسري ترسره کیدولو په تړاو خپلې اندېښنې په ډاګه کړي د ولسمشری ماڼی له لورې پر ټاکل شوي هیئت بې باوره دي.

د لوی ملي ائتلاف غړي وایي، په تیرو کلونو کې د حکومت له لورې ټاکل شوو پلاوو نتیجه نه ده ورکړې او د ټاکنو اړوند موادو په تړاو ټاکل شوی هیئت له عام فریبۍ پرته کومه نتیجه نه ورکوي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ولسمشری ماڼی له لورې د ټاکل شوي هیئت د څېړنو پایلو ته په تمه دي.

کمېسیون وایي، چې یاد هیئت به له مرکز کابل وراخوا په ګڼو ولایتونو کې هم د ټاکنو اړوند موادو په تړاو څیړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه سیاسي احزابو په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوي په هدف په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي کمیسیونونو دروازې تړلي او خبرداری یې ورکړی، چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13891-ahzab

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading