بازتاب نیوز

د طالبانو له لوري‌د ملي اردو هلیکوپترې نسکورېدل

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د ملي اردو د یوې هلیکوپترې نسکورېدو د طالبانو لاس ته د مهمو وسلو د ورتلو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، چې وسله والو طالبانو ته له تېر یوه کال راهیسې مهمې وسلې او تجهیزات رسیدلي او که یاده هلیکوپتره د طالبانو له لوري نسکوره شوې وي ثابتوي، چې دې ډلې د الوتکې د نسکورېدو وسلې ترلاسه کړي.

خو ملي دفاع وزارت د طالبانو له لوري د یادې هلیکوپترې نسکورېدل ردوي او وایي، چې په فراه ولایت کې د ملي اردو هلیکوپترې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې وه، چې ۵ کسان پکې وژل شوي دي.

د فراه ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د ملي اردو د يوې هلیکوپترې نسکورېدو د طالبانو لاس ته د الوتکې ضد وسلو د ورتلو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي.

د پوځي چارو یو شمیرکارپوهان بیا وايي، وسلوالو ته داسې پرمختللې په لاس ورغلي، چې د الوتکو د رانسکوریدو توان لري او په فراه کې د تېرې ورځې هلیکوپتره نسکورېدل هم ممکن وسلوالو طالبانو ویشتلې وي.

کارپوهان وايي، د یو کال راپه دېخوا وسلوالو طالبانو خپلو عملیاتو ته زور ورکړی او پرمختللې وسلې یې تر لاسه کړي دي.

په ورته مهال داسې اندېښنې موجودې دي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور پروړاندې یوشمېر هیوادونه حساس شوي او ښايي دغه هیوادونه د امریکا خلاف دلته وسله وال تجیهز کړي.

پوځي شنونکي وایي، چې د امریکا حضور دا فرصت برابر کړی، چې یوشمېر هیوادونه په افغانستان کې له وسله والو ډلو ملاتړ وکړي.

خو ملي دفاع وزارت بیا د وسلوالو لخوا د پوځي هلیکوپترې نسکوریدل نه مني او وايي، دغې هلیکوپترې بېړنۍ ناسته کړې وه، چې پکې د یوه پيلوټ په ګډون پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پوځي چار کارپوهان د طالبانو سره د پرمختللو وسلو په اړه دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په خبره یې وسلوالو طالبانو د تېر کال راهیسې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی او تل هڅه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي.

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13890-farah

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading