بازتاب نیوز

ځانګړو ځواکونو یو ترافیک پولیس سخت وهلی ډبولی دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

په ننګرهار ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو یو ترافیک پولیس تر لفظي شخړې وروسته وهلی دی.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانګړو ځواکونو قطعې یوشمېر سرتیرو، له یوه ترافیک پولیس سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې سخت وهلی او ډبولی دی.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، افغان ځواکونه د خلکو د ساتنې لپاره ګومارل شوي، خو هغوی په دې وروستیو کې د خلکو په ځورونه لاس پورې کړی دی.

په ننګرهار ولایت کې له پرله پسې بمي چاودنو او د نا امنیو له پېښو وروسته د ښار د امنیت ساتلو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي، خو ځایي اوسېدونکي د دې ځواکونو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

افغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې له پولیس ترافیک سره تر لفظي شخړې وروسته نوموړی ترافیک سخت وهلی ډبولی دی.

دغه ترافیک د مخابراتو په څلور لارې کې  له افغان ځواکونو سره په لفظي شخړه اوښتی وو.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي، د ښار په بیلابیلو سیمو کې د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي، خو هغوی له خلکو سره ناسم چلند کوي.

ځایي اوسېدونکي وایي، افغان ځانګړي ځواکونه د خلکو د ساتنې لپاره ګومارل شوي، خو هغوی د خلکو په ځورونه لاس پورې کړی.

د ننګرهار اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي، چې ددې پېښې جدي پلټنه وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو دننګرهار ولایت له ځایي امنیتي چارواکو نظر هم ترلاسه کړو،خو هغوی په دې تړاو له خبرو ډډه وکړه.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13889-nangrahar

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading