بازتاب نیوز

ان بي سي: طالبان په دې پړاو مذاکراتو کې د بندیانو ازادول غواړي

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

طالبان له امریکا سره د مذاکراتو په بل پړاو کې د خپلو بندیانو ازادول غواړي.

د طالبانو څلور چارواکو له ان بي سي سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به ډېر ژر پيل شي او په دې خبرو کې د طالبانو عمده غوښتنه ددوی د بندیانو خوشي کول او تبادله ده.

طالب سرچینو ویلي چې که امریکا په خبرو کې رښتینې وي نو ددوی غوښتنه به ومني او د خبرو راتلونکی پړاو کې به یا د مذاکراتو لړۍ جاري وساتي او یا به ددې سبب شي چې د خبرو دروازې د تل لپاره وتړل شي.

له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو پر دوام په داځل مذاکراتو کې طالبان د خپلو بندیانو د ازادولو غوښتنه کوي.

د طالبانو څلور چارواکو د امریکا له ان بي سي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به ډېر ژر پيل شي او په دې خبرو کې د طالبانو عمده غوښتنه ددوی د بندیانو خوشي کول او تبادله ده.

په هلمند کې د طالبانو یوه چارواکي ان بي سي تلویزیون ته ویلي که امریکایان په خبرو کې صادق وي د دوی غوښتنې به ومني.

په هلمند کې د طالبانو یو چارواکی

(( له امریکایانو سره دا ناسته ځکه مهم هده، چې په دې ناسته کې به د مهمو خبرو او یاهم د تل لپاره د مذاکراتو د بندېدو په تړاو تصمیم نیول کیږي، که دوی په خبرو کې صادق وي د زندانیانو د ازادولو او تبادې په اړه به زموږ وړاندیز ومني.))

پخواني طالب چارواکي هم وایي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت تر ډيره د بهرنیانو پر ارادې پورې تړاو لري.

بل پلو د طالبانو یو بل چارواکي ادعا کړې، چې په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، چې اوس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د برخې استازی دی د سې شنبې په ورځ له طالبانو سره د مذاکراتولپاره متحده عرب اماراتو ته تللی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د خبر مسئله رد کړې.

افغان حکومت هم ددغو مذاکراتو په تړاو جزیات نظر او جزیات نه دي ورکړي.

خو طالبانو بیا څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې له امریکا سره خبرې نه کوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13888-taliban

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading