بازتاب نیوز

سناتوران: د ټاکنو په تړاو د احزابو وروستۍ غوښتنې نه دي عملي شي

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

د مشرانو جرګې یوشمیر غړي وايي، د انتخاباتو په تړاو د سیاسي احزابو غوښتنې معقولي دي او باید عملي شي.

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ټاکنو شفافیت په تړاو د سیاسي احزابو له وروستیو اقدماتو ملاټر کوي او وايي، چې د سیاسي احزابو غوښتنې معقولي دي او حکومت باید د سیاسي احزابو غوښتنو په وړاندې بې تفاوتي ونه کړي.

د مشرانو جرګې غړو همداراز کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر بې ګټې بولي او وایي، تر هغو، چې د پاکتسان پوځ د افغانستان په تړاو خپله ستراتيژي تغیر نه کړي دغه سفرونه نتیجه نه ورکوي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري په دریو ولایتونو کې د کمیسیون دفترونو تر تړل کېدو وروسته د مشرانو جرګې غړي د ائتلاف او سیاسي احزابو له وروستیو کړنو ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې عمومي بحث هم د انتخاباتو په تړاو وو او یوشمیرسناتورانو د انتخاباتو اړوند د سیاسي احزابو غوښتنې معقولي وبللې او زیاته یې کړه، چې که راتلونکې پارلماني ټاکنې په همدې شکل، چې د شفافیت هېڅ تضمین پکې نه ښکاري ترسره شي، انتخاباتي بحران به رامنځته شي.

په ورته مهال د مشرانو جرګې رئيس که څه د افغانستان ملي ائتلاف وړاندیزونه په تړاو څّه نه وايي خو زیاتوي، چې دوی په هر حالت کې د شفافو ټاکنو ترسره کېدل غواړي.

بل پلو سناتوران کابل ته د پاکتساني پلاوی راتګ ته خوشبین نه دي او وايي، چې تردې وړاندې هم ورته سفرونو شوي خو پاکستان تر دا مهاله په یوې ژمنې هم عمل ندی کړی.

دوی وایي، ترهغې چې پاکستان د افغانتسان په تړاو خپله ستراتيژي تغیر نه کړي دا سفرونه نتیجه نه ورکوي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې هغو اوه تنه انتصابي سناتوران، چې پرځای یې نوي کسان راغلي تقدیر شول او د یوشیمر نویو انتصابي سناتورانو د تحلیف مراسیم هم ترسره کړل.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13887-meshrano-jerga

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading