بازتاب نیوز

کرزي: عمران خان دې د افغانستان او هند په وړاندې خپل سیاستونه بدل کړي

٣٠ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

مخکنی ولسمشر د پاکستان له نوي صدراعظمه غواړي، چې د هند او افغانستان په وړاندې سیاستونه بدل کړي.

حامد کرزي وايي هیله من دی، چې عمران خان د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګامونه واخلي.

هغه دا راز ویلي د پاکستان له لارې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري د درې واړو هیوادونو په ګټه ده او پاکستان باید دا ټکی درک کړی.

کرزي دا څرګندونې د هند د سفر پر مهال له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې کړې دي.

 

 

مخکنی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان له نوي حکومت او صدراعظم «عمران خان» څخه غواړي، چې د سیمې او په ځانګړې توګه د هند او افغانستان په وړاندې د خپل هیواد سیاستونه بدل کړي.

 

 

کرزی وايي، هیله من دی، چې عمران خان به د سیمې د راتلونکې لپاره نوی لیدلور ولري.

هغه دا څرګندونې د هند د سفر پر مهال له «انډین اکسپرس» ورځپانې سره تازه مرکه کې کړې دي.

« هيله من یم، چې عمران خان له هند او افغانستان سره د دوستۍ د پاليسۍ د پرمخ بیولو لپاره ښه نظر ولري. هیله لرم، چې موږ هوښیار شو او راتلونکې ته له یوه نوي اړخه وګورو، نه د بن بستونو او مخنیویو له بعده.»

 

 

کرزي په دې مرکه کې د چابهار د بندر ترڅنګ د پاکستان له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ ملاتړ هم کړی دی.    کرزی وايي، دا ډول راکړه ورکړه د درې واړو هیوادونو په ګټه ده.

 

 

«موږ هیله من یو پاکستان به پوه شي، چې دا ډول سوداګري یوازې د هند او افغانستان لپاره نه، بلکې پاکستان ته هم ښه ده. چې ځانونه او خپلې سرچینې زندۍ کړو، نو څنګه ژوند ته دوام ورکولی شو؟»

حامد کرزی د هند د پنجاب د کروندګرو د کمیسیون به بلنه دغه هیواد ته تللی.  هغه د پنجشنبې پر ورځ د پنجاب د کرهنیز پوهنتون لخوا د «کروندګر د میلې» د مراسمو مخکښ میلمه و.

(0)The post کرزي: عمران خان دې د افغانستان او هند په وړاندې خپل سیاستونه بدل کړي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کرزي-عمران-خان-دې-د-افغانستان-او-هند-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading