بازتاب نیوز

فاریاب شيرین تګاب ولسوالۍ کې چاودنې ۱۲ ماشوامانو ته مګر

٣٠ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر غلام علي وايي، چې پيښه د ولسوالۍ د کوه صیاد په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې دا سیمه څخه موده مخکې له وسله والو طالبانو سره وه او هغوی دلته دامنیتي ځواکونو پر ماینونه ځای پر ځای کړي وو.

د نوموړي په وینا، یو ماین د یادې سیمې پر ماشومانو چاودنه کړې، چې له امله یې اوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دی وایي، چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي، خو د یو شمیر یې حالت ښه نه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

(0)The post فاریاب شيرین تګاب ولسوالۍ کې چاودنې ۱۲ ماشوامانو ته مګر appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/فاریاب-شيرین-تګاب-ولسوالۍ-کې-چاودنې-۱۲/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading