بازتاب نیوز

د ولسمشر په مشرۍ غونډه کې د يوشمېر ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو

٣٠ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.

له ارګ څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر په مشرۍ دې غونډه کې لومړی د محرم په ورځو کې د امنیت په ټینګښټ کې د امنیتي ځواکونو هر اړخیزو هڅو او د خلکو له همکاریو قدرداني وشوه.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر او د وسله‌والو ځواکونو اعلي سرقوماندان د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۳ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولينو سره خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې د ۳۳ ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولينو مشکلاتو او وړاندیزونو ته د رسېدو په موخه اړوندو مسوولينو ته د اساسي اقداماتو د کولو لارښوونه وکړه.

غونډې د غزني، میدان وردګ، بلخ ، فراه او جوزجان ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزاوه او د دښمن د دسیسو د دفع کولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

(0)The post د ولسمشر په مشرۍ غونډه کې د يوشمېر ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ولسمشر-په-مشرۍ-غونډه-کې-د-يوشمېر-ولايت/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading