بازتاب نیوز

صلاح الدین رباني: د ټاکنو شفافیت او پر حکومت د خلکو باور سره تړلي دي

٣٠ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي چې که رڼې ټاکنې تر سره نه شي، نو پر ټاکنو به د خلکو باور له منځه لاړ شي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير او د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني دغه څرګندونې د خپل پلار پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د وژنې د اوومې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

برهان الدين رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩مه، د کابل په وزير اکبر خان کې پخپل کور کې د يوه بريدګر لخوا ووژل شو.

دغه غونډه چې د کابل د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه، په کې دولتي چارواکو، سياسي او جهادي مشرانو او سلګونو مينه والو يې ګډون کړى وو.

هغه زياته کړه، چې پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د قلم او پوهې له لارې خپله سياسي مبارزه پيل کړې وه.

د نوموړي په وينا، پلار يې د خپل ژوند تر وروستيو ورځو پورې د افراط او تفريط پر ضد مبارزه وکړه او د بې عدالتۍ پرضديې هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکړې وه.

رباني وايي : (( استاد شهيد نيمه پيړۍ د خپلو خلکو د لوړو موخو لپاره مبارزه وکړه او له ځان څخه يې ارزښتناکه ميراث پرېښود.))

د جمعيت ګوند مشر وويل چې په هېواد کې عدالت ورکه شوى، د عدالت له تامين پرته سوله او دوامداره ثبات نه شي رامنځته کېداى.

رباني د واک پر مساويانه وېش ټينګار وکړ او ويې ويل چې ددغه وېش د نشتوالي له امله په هېواد کې داخلي بحرانونه رامنځته شوي دي.

هغه د هېواد د سياسي نظام پر بدلون هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې رڼو ټاکنو سره د خلکو واکمن کېدل ممکن کېداى شي.

ده زياته کړه : (( په ټينګار سره وايم، که چېرې رڼې ټاکې ونه شي، نو پر ټاکنو د خلکو باور له منځه ځي، د غير شفافه ټاکنو پايلې به د يو څو کسانو په ګټه وي، خو د هېواد د راتلونکي نسل لپاره به بد تاريخ پرېږدي.))

د هغه په وينا، په ټاکنو کې هر ډول درغلۍ د خلکو واکمني کمزوري کوي او دغه کار د هېواد له ځوانانو سره يو ډول دښمني ده.

د جمعيت ګوند مشر وويل چې د تبعيض رواجول او هر څه د ځان لپاره راټولولو سره ملي يووالى نه رامنځته کېـږي.

هغه په هېواد کې  پر سولې ټينګار وکړ او ويې ويل، سوله تر هغه پورې نه راځي چې له هېواده بهر د ترهګرو سرچينې وچې نه شي.

(0)The post صلاح الدین رباني: د ټاکنو شفافیت او پر حکومت د خلکو باور سره تړلي دي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/صلاح-الدین-رباني-د-ټاکنو-شفافیت-او-پر-ح/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading