بازتاب نیوز

په بادغیس جوند ولسوالۍ کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٣١ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، تیره ورځ د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې لس طالبان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

امیني وایي، په دغه نښته کې درې د ملي اردو سرتیري هم وژل شوي دي.

په ټوله کې د امیني په خبره طالبانو د تیرو ۱۵ ورځو راهیسې د بادغیس پر بیلا بیلو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او په شا تمبول شوي دي.

طالبانو بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.

(0)The post په بادغیس جوند ولسوالۍ کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/په-بادغیس-جوند-ولسوالۍ-کې-۱۷-طالبانو-ته/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading