بازتاب نیوز

دفاع وزیر: تېره مياشت ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان دي

١ تله ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی د هېواد د روانو نا امنيو په اړه مشرانو جرګې وغوښتي وو>

د دفاع او کورنيو چارو وزيران د مشرانو جرګې غونډې ته ورغلي وو، خو د ملي امنيت رييس خپل مرستيال عبدالصبور قانع ورلېږلی و.

د دفاع وزير مشرانو جرګې ته وويل، چې يوازې په تېره يوه مياشت کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي، ۷۱۸ نور ټپيان او ۴۳ نور له طالبانو سره بنديان دي، چې د ټولو تلفاتو شمېر ۱۲۷۴ ته رسيږي.

د دفاع وزير په وينا دغه مرګ ژوبله په تېرو وروستيو مياشتو کې تر ټولو زياته وه.

طارق شاه بهرامي دا ادعا هم کړې، چې د مخالفينو مرګ ژوبله تر دې درې چنده زياته ده، خو دا يې ونه ويل، چې په شپنيزو عملياتو او بمباريو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه څومره ده.

د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم د دفاع وزير شمېرې تاييد کړې او زياته يې کړه، چې هره ورځ د ملي اردو او پوليسو شاوخوا دېرش کسان وژل کيږي، خو ازادې سرچينې وايي، چې د دولتي عسکرو او پوليسو ورځنۍ مرګ ژوبله تر دوو سوو ډېره ده.

د يادونې وړ ده، چې د ګډو عسکرو په چاپو او شپنیزو عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، خو حکومت په د غو بريدونو او چاپو کې وژل شوي خلک هم طالبان بولي.

د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو له امریکا سره امنيتي تړون او د سويلي اسيا په اړه يې د امریکا تګلاره هم ګټوره بللې، خو په عين حال کې يې شکايت کړی، چې دغې تګلارې د پاکستان په دريځ کې تر اوسه کوم بدلون نه دی راوستی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/129242/%D8%AF%D9%81%D8%A7%D8%B9-%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D8%AA%DB%90%D8%B1%D9%87-%D9%85%D9%8A%D8%A7%D8%B4%D8%AA-%DB%B5%DB%B1%DB%B3-%D8%B9%D8%B3%DA%A9%D8%B1-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%8A-%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading