بازتاب نیوز

جغتو کې بمبار؛ د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه

٢ تله ١٣٩٧ بی بی سی

په میدان وردګ کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

خو وسلوالو طالبان او ځینې خلک وايي، چې په بمبار کې ولس ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل د دوشنبې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۴) د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې دغه عملیات په حافظ کلي کې له پرون راهیسې روان دي.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې د وسلوالو درې مهم قومندانان هم وژل شوي دي.

" قاري سید رحیم د جغتو ولسوال دی، ملا عبدالرحمان مشهور په زخمي دا هم طالبانو قومندان و او بل ملا مسلم چې د نرخ ولسوال و دا جغتو کې وژل شوي دي".

نوموړی وايي، د بمبار پر مهال یې د وسلوالو طالبانو له جېل کمانډو او نور افغان سرتېري هم خوشي کړي دي.

"د طالبانو له بند شاوخوا شل کسان ازاد شوي دي، د ملي اردو کمانډو او نور سرتېري او ملکي کسان هم پکې دي".

که څه هم ښاغلی منګل وايي، ملکي کسانو ته مرګ زوبله نه ده اوښتې خو په سیمه کې خلک وايي، چې بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له سیمې ځینې کسانو بي بي سي ته ویلي، چې په بمبار کې د نهو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.

خواله رسنیو کې هم ځینې کسانو لیکلي چې په دغه بمبار کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لیکوال او خبریال رحمت الله جمالزی خپل فیسبوک کې لیکي، چې دغه بمبار کې ۱۱ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

د وسلوالو طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه دا هم وايي، چې دا بمبار او سیمه کې د خلکو د کورونو تلاشي له دوو ورځو راهیسې روانه ده.

نوموړی د ځايي چارواکو دا ادعا هم نه مني چې د دوی له بند یې کسان خوشي کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عملیاتو پر مهال وسلوالو طالبانو بندیان خوندي ځای ته لېږدولي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45622987

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading