بازتاب نیوز

هلمند کې د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه د بنديز تصميم ونيول شو

٣ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان پر بهرنيو په ځانګړې توګه کلدارو باندې د راکړې ورکړې بنديز اړوند کمېسيون سره د ليدنې پر مهال ټينګار وکړ، چې بايد په جدي توګه پدې برخه کې کار وکړي.

د مخکنۍ خبرداري مطابق سر له سبا (د ميزان دريمې) پر کلدارو راکړه ورکړه مطلبق بنده ده او که چيرې څوک سرغړونه وکړي، نو ورسره قانوني چلند کېږي.

دغه کمېسيون چې مشري يې ولايت مقام کوي، د امنيه قومنداني، ملي امنيت، افغانستان بانک، ولايتي شورا، مدني ټولنو او د ښاروالۍ مشورتي شورا استازي يې غړيتوب لري.

کمېسيون به سر له سبا ورځې په ښار کې څار او کنترول کوي، او د هر هغه پلورونکي او پېروونکي مخه به نيسي، چې پېر او پلور په کلدارو ترسره کوي.

هلمند والي کمېسيون ته جدي سپارښتنه وکړه، چې له ټولو سره يو شان چلند وکړي او پدې برخه کې کوټلي اقدامات ترسره کړي. (0)The post هلمند کې د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه د بنديز تصميم ونيول شو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هلمند-کې-د-بهرنيو-اسعارو-پر-راکړه-ورکړه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading