بازتاب نیوز

د سالنګ لويې لارې د سروې او ډيزاين كار به ډېر ژر پيل شي

٣ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د سالنګ لويې لارې د خرابوالي په اړه تر پرله پسې شكايتونو وروسته د ټولګټو چارو وزارت وايي، له څېړنو وروسته به يې ورغوي.

د دې وزارت د ټرانسپورټي زېربناوو د ساتنې او څارنې مرستيال عبدالرحمن صلاحي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، قراردادي شركت به ژر د سالنګ سړك د سروې او ډيزاين كار پيل كړي او وروسته به يې تداركاتي پروسه عملي شي.

د هغه په وينا، د پلان پر بنسټ به شاوخوا دوه كاله وروسته د ياد سړك د جوړولو كار پيل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې موټر چلوونكي او مسافر د سالنګ لويې لارې د خرابوالي په تړاو شكايتونه كوي او وايي، د تګ راتګ په مهال پرې په ځانګړې توګه په ژمي كې له زياتو ستونزو سره مخ وي، چې حتى د مسافرو د مرګ ژوبلې سبب هم كېږي.

 

The post د سالنګ لويې لارې د سروې او ډيزاين كار به ډېر ژر پيل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/25/%D8%AF-%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%DA%AB-%D9%84%D9%88%D9%8A%DB%90-%D9%84%D8%A7%D8%B1%DB%90-%D8%AF-%D8%B3%D8%B1%D9%88%DB%90-%D8%A7%D9%88-%DA%89%D9%8A%D8%B2%D8%A7%D9%8A%D9%86-%D9%83%D8%A7%D8%B1-%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading