بازتاب نیوز

په غزه کې اسراييلي ځواکونو يو فلسطينی وواژه او لسګونه نور يې ټپيان كړل

٣ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د غزې په شمال کې تېره ورځ مازديګر مهال د فلسطينيانو پر يوه لاريون د اسراييلي ځواکونو په ډزو يو فلسطينی ووژل شو او ۹۰ تنه نور يا په ډزو ټپيان او يا د زهري ګازونو له کبله مسموم شول.

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، په دې يرغل کې د اناتولي خبري اژانس يو خبريال هم ټپي شوی او کامرې يې زيان ليدلی دی.

دغه لاريون پرون د غزې له بندر څخه د دې تراډې د شمالي پولو په لوري پيل شو او سلګونو کسانو په کې برخه واخيسته.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراييلي ځواكونو وړمه ورځ هم پر لاريون كوونكو ډزې وکړې او د عماد اشتيوي په نوم يو فلسطيني يې وواژه.

The post په غزه کې اسراييلي ځواکونو يو فلسطينی وواژه او لسګونه نور يې ټپيان كړل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/25/%D9%BE%D9%87-%D8%BA%D8%B2%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D9%8A%D9%8A%D9%84%D9%8A-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%8A%D9%88-%D9%81%D9%84%D8%B3%D8%B7%D9%8A%D9%86%DB%8C-%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading