بازتاب نیوز

د یو تازه رپوټ موندنې ښيي چې د پایداره پراختیايي اهدافو ژمنو اړوند د افغان حکومت د فساد-ضد هڅې نیمګړې دي

٤ تله ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

د روڼتیا نړیوال څار یو تازه رپوټ کاږي چې د ملګرو ملتونو د پایداره پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو په لړ کې د افغان حکومت لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې نیمګړې دي.

دا پایداره پراختیايي اهداف چې د ۱۹۳ هېوادونو لخوا منل شوي، هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې فقر پای ته ورسوي، او د ځمکې د مصؤنیت او د ټولو خلکو هوساینه تضمین کړي. دا چې سوله، عدالت او غښتلي نهادونه د پایداره پراختیايي اهدافو په چوکاټ کې د دوامداره پرمختګ بنسټونه دي، له روغتیا نیولې تر پوهنې او له اقتصادي ودې نیولې تر پاکې انرژۍ، نړیوالې ټولنې د شپاړسم هدف اړوند د حکومتولۍ یو لړ ستر مقاصدو ته د رسېدو ژمنه کړې ده.

د فساد پر وړاندې مبارزه د شپاړسم هدف اساسي برخه ده، په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې د فساد له امله د سولې او امنیت نه شتون له وجې د هېواد د پایداره پرمختګ ظرفیت په جدي ډول زیانمن شوی دی.

د افغانستان د پایداره پراختیايي اهدافو په لړ کې د فساد-ضد مقاصدو د پرمختګ کچې ارزولو لپاره، د روڼتیا نړیوال څار نن د (پالیسي، پایداره پراختیايي اهداف او د خلکو لپاره د فساد پر وړاندې مبارزه) تر نامه لاندې یو رپوټ خپورکړ. دا رپوټ د شپاړسم هدف اړوند د فساد پورې تړلي درې مهم مقاصد ارزوي:

  • ۴.۱۶ مقصد: د غیر قانوني مالي منابعو، وسلو قاچاق، سازمان شویو جرمونو او شتمنیو بېرته ترلاسه کولو په اړه
  • ۵.۱۶ مقصد: د فساد او رشوت په اړه
  • ۱۰.۱۶ مقصد: مالوماتو ته د لاس‌رسۍ او اساسي ازادیو په اړه

د روڼتیا نړیوال څار حقوقي آمرې رخشانې نانایکارا وویل:«که چېرې حکومت د فساد لمنځه وړلو په اړه جدي نه وي، افغانستان نشي کولای چې د پایداره پراختیايي اهدافو د فقر ختمولو، سولې راوستلو او ټولمنلې ټولنې جوړولو ژمنې پوره کړي». «چېرې چې د بنسټیزو خدماتو لپاره تخصیص شوي منابع د مفسدینو لاس ته ورځي، هلته به بېوزله او اسېب‌پذیره خلک تر ټولو ډېر ځپل کېږي او د ۲۰۳۰ کال د «هېڅوک شاته مه پرېږدې» پر شعار به ملنډې وهل کېږي. چېرې چې غیرقانوني مالي منابع او د وسلو قاچاق په چټک ډول کنترول نشي، د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې به هم بې‌اغېزې وي. چېرې چې په کاروبار کې بډې یوه عادي خبره وي، کمپنۍ به په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.»

د روڼتیا نړیوال څار دا رپوټ د ملي وحدت حکومت ته یو لړ سپارښتنې وړاندې کړي چې د فساد د کابو کولو لپاره باید لومړیتوب ورکړل شي:

  • د فساد پر وړاندې د مبارزې یو جامع قانون نافذ کړي چې د نړیوالو غوره مروجه اصولو او د ملګرو ملتونو د فساد پر ضد کنوانسیون کې د افغانستان د ژمنو مطابق وي
  • د فساد سترې قضیې وڅېړي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي او پایلې په علني ډول د ټولو سره شریکې شي چې له جزا څخه د معافیت کلتور ته د پای ټکی کېږدي
  • د فساد اطلاع ورکونکو د مصؤنیت لپاره قانون تصویب کړي
  • مالوماتو ته د لاس‌رسۍ غوښتنې باید په سهي ډول طی مراحل شي
  • د ذینفع ملکیت لپاره د ثبت عامه مرکزي سیستم دې ژر جوړ شي
  • د شتمنیو د اظهار او تثبیت رژیم دې غښتلی شي
  • د عامه تدارکاتو د بهیر او د دولتي قرادادونو روڼتیا دې پراخه شي

د نانایکارا به وینا، «افغانستان د هغه ۱۹۳ هېوادونو په ډله کې دی چې پایداره پراختیايي اهداف یې تصویب کړي دي، خو افغان حکومت د پایداره پراختیايي اهدافو د تطبیق په پلان کې فساد سره د مبارزې لپاره اړینه پاملرنه نده کړې». «د پایداره پراختیايي اهدافو د پلان په عامه مشورتي بهیرونو کې د فساد په اړه په ډاګه بحث ندی شوی، او دا روښانه نده چې پلان کې به د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کوم مقاصد او شاخصونه وي. دا چې د افغانستان پایداره پرمختګ او د پایداره پراختیايي اهدافو د ژمنو پوره کولو ظرفیت په ټوله مانا په هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د وړتیا پورې مستقیماً تړلی دی، دا پلان باید د شپاړسم هدف د فساد اړوند ټولو مقاصدو لپاره  روښانه او کوټلي ګامونه وټاکي.»

د (پالیسي، پایداره پراختیايي اهداف او د خلکو لپاره د فساد پر وړاندې مبارزه) رپوټ دلته ولولئ.

د ایډیټرانو لپاره یاددښتونه

د پایداره پراختیايي اهدافو حمایوي رپوټونه:

دا رپوټونه د ۴.۱۶، ۵.۱۶، او ۱۰.۱۶ پایداره پراختیايي اهدافو اړوند پرمختګ د حکومتونو د رسمي رپوټونو د تکمیلولو او زیرکتنې لپاره خپلواک تحلیل وړاندې کوي. د حکومتونو لخوا د ۲۰۱۷ کال د خپلخوښو ملي رپوټونو لپاره، د روڼتیا نړیوال څار د ۱۲ هېوادونو (ارجنټاین، افغانستان، برازیل، چیلي، کاسټاریکا، ایلسلوادو، هندوراس، اردن، مالدیف، ناجیریا، پرتګال او پیرو) سره لاس یو کړ او د عامې میتودولوژۍ پر بنسټ یې د مدني ټولنو په شان رپوټونه تیار کړل تر څو د شپاړسم هدف په تړاو د حکومتونو پرمختګ وارزوي.

نور رپوټونه دلته موندلای شئ:

  • د لاتیني امریکا سیمه‌ییز رپوټ
  • اردن
  • ناجیریا
  • پرتګال

د هر ډول رسنیزو پوښتنو لپاره په لاندې پته اړیکه ونیسئ

جولیو هېنکس

ټیلیفون: ۰۰۴۹۳۰۳۴۳۸۲۰۶۶۶

برېښنالیک: pre[email protected]

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%D8%AF-%DB%8C%D9%88-%D8%AA%D8%A7%D8%B2%D9%87-%D8%B1%D9%BE%D9%88%D9%BC-%D9%85%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%86%DB%90-%DA%9A%D9%8A%D9%8A-%DA%86%DB%90-%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%BE/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading