بازتاب نیوز

آلماني ايالتي وزير د افغانستان په تړاو روښان دريځ وغوښت

٥ تله ١٣٩٧ کډوال نيوز

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمان د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو خپل راپور ژر تر ژره خپور کړي.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخې د آلمان د سوسيال مسيحي ګوند (CSU) سياستوال او د بايرن ايالتي د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمان د افغانستان په تړاو د حکومت د روښان دريځ غوښتنه کړې ده. نوموړي د آلمان د بهرنيو چارو له وزير هايکو ماس څخه غوښتنه کړې چي په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د له سره ارزونې راپور ژر تر ژره چمتو کړي. نوموړي ويلي: «دغه راپور د لسو مياشتو راهيسې ځنډېدلی دی. زه دا د نه منلو وړ بولم چي دغه وظيفه تر اوسه لا نه ده بشپړه شوې.» نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۲۴مه نېټه) د آلماني ورځپاڼو ژورنالستانو ته وکړې.

د هېرمان په وينا په لوی شمېر داسې افغان مهاجر و آلمان ته راغلي چي د هغوی د پناه غوښتنه رد شوې ده. هغه زیاته کړه: «دمګړی موږ نه دغه انسانان اخراج کولای شو او نه هم هغوی ته د پاته کېدو لرليد ورکولای شو. دا يو غېراطمیناني حال دی.»

د آلمان مرکزي حکومت د ۲۰۱۷ کال په جولای مياشت کې د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو خپل منځمهال راپور خپور کړی ؤ. دا په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۲۳مه) پنځلس داسې افغان مهاجر له آلمان څخه افغانستان ته اخراج کړل شول چي په هکله يې وويل شول چي هغوی ګواښ پېښوونکې ول. دا ديارلسم ځل ؤ چي په ډليزه توګه له آلمان څخه رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل شول.

په آلمان کي ګڼ شمېر هغه افغان مهاجر چې د نورو دلايلو پر اساس يې د پناه غوښتنه رده شوې ده، د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو د آلمان د حکومت د راپور د ځنډېدنې له کبله خپل هيواد ته نشي اخراج کېدلای.

مرستندويه سازمانونه و افغانستان ته د مهاجرو پر اخراج سختې نيوکي کوي او د دغو اخراجونو د په سمدلاسه توګه درېدنې غوښتنه کوي.

اصلي اړیکې: http://www.infomigrants.net/ps/post/9460/آلماني-ايالتي-وزير-د-افغانستان-په-تړاو-روښان-دريځ-وغوښت

د اصلي پاڼې خلاصول

کډوال نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading