بازتاب نیوز

کرېکټ غوره لیګ؛ پکتیا د ۳۷ منډو په توپیر بلخ لوبډلې ته ماتې ورکړه

١٩ تله ١٣٩٧ طلوع نیوز

په پای کې کمیرون دیلپورت د توپ وهنې په برخه کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په اوږدو کې پکتیا ټیم د ۳۷ منډو په توپیر د بلخ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړی توپوهنه د پکتیا لوبډلې په برخه شوه، چې ۲۰ اورونو کې يې څلور لوبغاړي وسوځېدل او ۲۰۴ منډې يې جوړې کړې.

د پکتیا لوبډلې له منځه شهزاد محمدي وتوانید چې ۷۰ منډې وکړي او په مقابله لوبډله کې ګبلدین نایب د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلید، هغه د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې د بلخ لوبډلې لوبه ښه پیل نه کړه، دوی د پکتیا له لوري ورته ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو او د ۳۷ منډو په توپیر يې لوبه وبایلله.

په پای کې کمیرون دیلپورت د توپ وهنې په برخه کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%BA%D9%88%D8%B1%D9%87-%D9%84%DB%8C%DA%AB%D8%9B-%D9%BE%DA%A9%D8%AA%DB%8C%D8%A7-%D9%84%D9%88%D8%A8%DA%89%D9%84%DB%90-%D8%AF%DB%B3%DB%B7-%D9%85%D9%86%DA%89%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%D9%BE%DB%8C%D8%B1-%D8%A8%D9%84%D8%AE-%D9%84%D9%88%D8%A8%DA%89%D9%84%DB%90-%D8%AA%D9%87-%D9%85%D8%A7%D8%AA%DB%90-%D9%88%D8%B1%DA%A9%DA%93%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading