بازتاب نیوز

اجراییه رییس د شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ورسېد

١٩ تله ١٣٩٧ طلوع نیوز

اجراییه رییس د شانګهای سازمان د همکارو هېواد په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ورسېد.

له اجراییه ریاسته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي:« ډاکټر عبدالله عبدالله نن پنج‌شنبه (د تلې ۱۹مه) د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.»

د سرچینې په وینا نوموړي د غونډې تر څنګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم ملت ماڼۍ کې ولیدل.

نوموړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي، د سولې او ثبات اړوند او همدارنګه د سیمې د نښلون په اړه خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي نوموړی به د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له لومړیو وزیرانو او استازیو سره هم وګوري.

عبدالله عبدالله له رسنیو ته په خبرو کې وویل: «چې افغانستان او تاجکستان ستراتېژيک او رښتوني ملګري دي.»

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو دا اوولسمه غونډه ده، چې نن د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%A7%D8%AC%D8%B1%D8%A7%DB%8C%DB%8C%D9%87-%D8%B1%DB%8C%DB%8C%D8%B3-%D8%AF-%D8%B4%D8%A7%D9%86%DA%AB%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%AB%DA%89%D9%88%D9%86-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D8%AC%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading