بازتاب نیوز

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې همکاري غوښتې

٢١ تله ١٣٩٧ بی بی سی

په کابل، اسلام اباد، ریاض او دوحه کې له دولتي چارواکو سره له لیدنو وروسته اوس داسې رپوټونه دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پرون د جمعې په ورځ لیدلي دي.

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په دې اړه خپل رپوټ لیکي، یوې باوري سرچینې ورته ددې خبرې پخلی کړی، خو زیاتوي دا لا نه ده معلومه چې دواړو لوریو د څه په اړه خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو له استازو سره د ښاغلي خلیلزاد کتنه د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دویم پړاو بلل کېدای شي.

تمه وه د خبرو دا پړاو دوه یا درې اونۍ وړاندې ترسره شوی وای، خو ظاهراً د افغان سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو ځنډېدلی و.

لومړی پړاو خبرې څلور میاشتې وړاندې په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ شوې وې.

هغه مهال خبرې بریالۍ بلل شوې وې او د رپوټونو له مخې په دې خبرې شوې وې چې په راتلونکې کې دا لیده کاته څه ډول دوام وکړي.

'قطر کې طالب چارواکي ولې چوپه خوله دي'

امریکا خلیلزاد د افغانستان چارو کې سلاکار ټاکلی

خلیلزاد له افغان چارواکو او مخورو سره پر سوله خبرې کوي

د دې دواړو کتنو ترمنځ موده کې په بګرام هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو رپوټونو هم ورکړل شوي، خو طالبانو دا رپوټونه په کلکه رد کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد په قطر کې ددغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال محمد بن عبد الرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی لیدلي دي.

د رپوټونو له مخې ښاغلي خلیلزاد په یوه غونډه کې دیپلوماتانو ته ویلي غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو یا یوه کال کې د افغان سولې په برخه کې عملي پرمختګ وکړي

د قطر د رسمي سرچینو په حواله په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو او په دې برخه کې د قطر پر رغنده رول خبرې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د لیدو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، دی له ډېرو ښکېلو خواوو سره ګوري او د خپل سفر پای ته رسولو وړاندې به یو ځل بیا کابل ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي په دې لیدو کتو کې په دې تړاو خبرې کېږي چې څنګه کیدای شي د افغان کشالي لپاره د پای ته رسولو لپاره د خبرو له لارې وموندل شي.

هیدر ناورت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو مشري به افغان دولت کوي او امریکا ددې بهیر ملاتړ کوي، خو طالبان له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کوي او دا هېواد د افغان کشالې اصلي لوری بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي دوی هم له طالبانو سره په اړیکه کې دي خو دوی دا اړیکي د سولې لپاره منظمې خبرې نه بولي.

د رپوټونو له مخې ښاغلي خلیلزاد په یوه غونډه کې دیپلوماتانو ته ویلي غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو یا یوه کال کې د افغان سولې په برخه کې عملي پرمختګ وکړي، خو د دې هڅو د بریالیتوب لپاره د سیمې په کچه همغږي یوه بله اړتیا بلل کېږي چې اوس یې د تر لاسه کولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد رامنځته کيدل غواړي.

خلیلزاد: افغانستان کې سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45848435

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading