بازتاب نیوز

روزګان ولایتي شورا؛ ۹۵ سلنه واک له طالبانو سره دی، ټاکنې امکان نه لري

٢١ تله ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د روزګان ولایتي شورا او د دې ولایت اوسېدونکي وايي د ولایت په ۹۵ سلنه خاوره کې د ولسي جرګې ټاکنې اصلاً امکان نه لري.

د ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادم‌زوی وايي د ولایت پر ۹۵ سلنه خاوره د طالبانو واک دی یوازې پنځه سلنه کې ښايي ټاکنې وشي.

د روزګان د مرکز او ولسوالیو تر منځ ټولې غځېدلې لارې د طالبانو لاس کې دي او د پژواک د راپور پر اساس ولایت له دوو کلونو راهیسې د محاصرې په حال کې دی.

سرچینه د خاص روزګان ولسوالۍ د یو تن اوسېدونکي عبدالعلي له خولې لیکي؛ په دې ولسوالۍ کې یوازې څو ودانۍ د حکومت لاس کې دي، دلته ټاکنې امکان نه لري.

د روزګان د ټاکنیز کمیسیون مسؤلین وايي، د روزګان په دوو ولسواليو کې اصلاً نوم لیکنه نه ده شوې، چې ټاکنې به هم ونه شي.

د دې کمیسیون مشر نجیب الله حق‌پرست دعوه کوي چې پر مرکز سربېره څلورو نورو ولسوالیو کې ټاکنې امکان لرلی شي.

هغه وايي امنیتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې تر مرکزونو پورې به ضروري مواد ورسره رسوي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د بایومټریک ماشینونو په اړه خپورو شویو راپورونو دا ماشینونه هم جعلي بللي دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ او پر دې پروسه ولسي بې باوري هغه څه دي چې ښايي ټاکنې یوازې د ولایتونو په مرکزونو پورې محدودې شي.

ټاکل شوې اوه ورځې وروسته به د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/130585/%D8%B1%D9%88%D8%B2%DA%AB%D8%A7%D9%86-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%8A-%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%A7%D8%9B-%DB%B9%DB%B5-%D8%B3%D9%84%D9%86%D9%87-%D9%88%D8%A7%DA%A9-%D9%84%D9%87-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading