بازتاب نیوز

سرچينه: زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.

زلمى خليلزاد د افغان سولې د هلو ځلو په لړ کې يوه اوونۍ د پنځو هېوادونو پر سفر وتلى، له کابل، اسلام اباد، دوبۍ او رياض وروسته وړمه ورځ قطر ته تللى و.

د قطر دولتي اژانس د معلوماتو له مخې، زلمي خليلزاد پرون د دغه هېواد له مرستيال لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره  ليدلي او پر افغان سولې يې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې ليدنه کې په افغان سوله کې د قطر پر رول هم دواړو لورو بحث کړى دى.

بلخوا امريکايي رسنۍ (وال سټريټ ژورنال) خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم ليدلي دي.

يادې رسنۍ د امريکايي سرچينو په حواله ويلي چې دا په تېرو څلورو مياشتو کې دويم ځل دى چې امريکايي چارواکي په قطر کې د طالبانو له استازو سره مخامخ ګوري.

سرچينې د دې ليدنې جزئيات نه دي خپاره کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خليلزاد او د طالبانو د استازو د ليدنو په اړه څه نه دي ويلي او په ډاګه کړې یې ده چې دوى د ځانګړو ناستو په اړه څه نه شي ويلى.

د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې يادې رسنۍ ته ويلي چې خليلزاد د افغان سولې په اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څلور مياشتې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې مرستيالې اليس وېلز هم په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي وو.

(0)The post سرچينه: زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/سرچينه-زلمي-خليلزاد-په-قطر-کې-د-طالبانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading