بازتاب نیوز

د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې تېره شپه سخته جګړه شوې ده

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

په دغه جګړه کې د ملي اردو د ۱۸ سرتيرو د وژل کېدو خبرونه هم ورکول شوي دي خو  د زابل امنیه قومندان سمونوال مصطفي مایار برید تائيدوي او وایي، چې له وسله والو سره  د تيري شپې جګړه کې دوه سيمه ایز پوليس وژل شوي دي.

مایار وویل، چې په ترسره شوې جګړه کې ۱۱ وسله وال هم وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د زابل امنیه قومندان په بريد کې د ملي اردو د سرتيرو د وژل کېدو په اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

 

جنوب کې د ملي اردو د  ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکو هم تر اوسه زابل کې د تيري شپې د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.

وسله والو هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

(0)The post د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې تېره شپه سخته جګړه شوې ده appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-زابل-په-شينکۍ-ولسوالۍ-کې-تېره-شپه-سخته/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading