بازتاب نیوز

خوست کې د یوه توغندیز برید له امله درې کسان وژل شوي

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

امنيتي چارواکي وايي چې په خوست کې د يوه توغنديز بريد په پايله کې درې وسله طالبان وژل شوي او يو بل تپي دی.

دغه بريد تېر ورځ ماسپښين شاوخوا دوه بجې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د مرمنډۍ په سيمه کې شوی دى.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، دغه بريد بهرنيو ځواکونو کړی، چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

هغه زياته کړه، وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي او هغه مهال تر بريد لاندې راغلل چې د جمعې لمانځه ته پلي روان وو.

په همدې حال کې د سليمان ژوندي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې په پېښه کې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، جومات ته پر لار و چې د يوې درنې چاودنې غږ يې واورېد.

بلخوا د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکتر سخي سردار وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه دوه کسه په ټپي حالت کې ور وړل شوي او په وينا يې چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

(0)The post خوست کې د یوه توغندیز برید له امله درې کسان وژل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خوست-کې-د-یوه-توغندیز-برید-له-امله-درې-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading