بازتاب نیوز

ګردېز کې د ولسي جرګې د یوه نوماند پر دفتر وسله وال برید شوی

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په ګردېز کې د ولسي جرګې د کانديد ډاکتر يار باز حميدي پر دفتر وسله وال بريد شوى دى.

يار باز حميدي  وويل چې بريد شاوخوا يوه بجه په بلندمنزلو ښارګوټي کې د ده پر دفتر شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دفتر دوه ساتونکى ټپيان شوي چې د يوه ټپونه ډېر دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزى وايي، د بريد په تړاو يې څېړنې پيل کړې او له بشپړېدو وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړې.

د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

(0)The post ګردېز کې د ولسي جرګې د یوه نوماند پر دفتر وسله وال برید شوی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ګردېز-کې-د-ولسي-جرګې-د-یوه-نوماند-پر-دفت/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading