بازتاب نیوز

د هند د بهرنيو چارو وزيره: نوي ډيلی له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دى

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د حکومت اجرائيه رئيس د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ټينګښت او دوام غوښتونکى شو.

د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هند د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن سوشما سوراج کتنه، تېره ورځ ماښام د شانګهاى همکاريو سازمان د حکومتونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې ترسره شوه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان او هند ترمنځ د ګډو همکاريو، د ټاکنو ترسره کېدو، د افغانستان د سيمه ييزو اړیکو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سوداګريزو راکړو ورکړو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې له افغانستان سره د خپلو مرستو پراخولو خبره وکړه او ويې ويل چې نوی ډیلی له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دى.

هغې زياته کړه چې هند او افغانستان په سيمه کې ګډې اندېښنې لري.

د حکومت اجرائيه رئيس د هند له همکاريو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ټينګښت او دوام غوښتنه وکړه.

(0)The post د هند د بهرنيو چارو وزيره: نوي ډيلی له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دى appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-هند-د-بهرنيو-چارو-وزيره-نوي-ډيلی-له-تر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading