بازتاب نیوز

د امريكا ولسي جرګه په افغانستان كې د واشنګټن د ستراتېژۍ له پرمختګونو خوښه ده

٢١ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د امريكا د ولسي جرګې رئيس پاول راين وايي، د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ د برياليتوب لپاره بايد له صبر او حوصلې كار واخيستل شي.

ده تېره ورځ له افغانستانه تر ستنېدو وروسته په واشنګټن كې وويل، په دې هېواد كې د يادې ستراتېژۍ د عملي كېدو په ترڅ كې له رامنځته شوو پرمختګونو خوښ دى.

د راين په خبره، كه څه هم افغان امنيتي ځواكونو درانه تلفات ليدلي، خو توانېدلي چې د وسله والو طالبانو د بريدونو په وړاندې مقاومت وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تېر ميلادي كال په اګسټ مياشت كې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال وويل، دغه هېواد ته به شاوخوا ۴۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.

متحده ايالات غواړي افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو او پر پاكستان د فشار زياتولو سره طالبان له افغان حكومت سره خبرو ته حاضر كړي.

 

The post د امريكا ولسي جرګه په افغانستان كې د واشنګټن د ستراتېژۍ له پرمختګونو خوښه ده appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/10/13/%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%D9%83%D8%A7-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%DA%AB%D9%87-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D9%88%D8%A7%D8%B4/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading