بازتاب نیوز

د سرپل د ولايتي شورا رئيس د سانچارك ولسوالۍ د سقوط اټكل كوي

٢١ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د سرپل د ولايتي شورا رئيس د دغه ولايت د سانچارك ولسوالۍ كې د امنيتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ښايي دا ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شي.

محمد نور رحماني نن كليد ته وويل، اوس مهال د سانچارك – سرپل لويه لار تړلې او د تِبِر كلي په سقوط سره د هغه د شاوخوا كليو او حتى د يادې ولسوالۍ د مركز د سقوط وېره زياته شوې ده.

د رحماني په خبره، د سرپل د سيمه ييز قوماندان مهدي مجاهد د نيولو د امر تر صادرېدو وروسته د دې ولايت په سانچارك ولسوالۍ كې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

ده زياته كړه، امنيتي ځواكونه د جمعې په ورځ د دغه قوماندان د نيولو د هڅې په مهال د نوموړي له وسله والو كسانو سره ونښتل.

د هغه په وينا، په دې جګړه كې د مجاهد اړوند درې كسان ووژل او اووه تنه نور د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول شول.

د يادونې وړ ده، چې مجاهد له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه دى او ويل كېږي پخوا يې له وسله والو طالبانو سره جګړې كولې.

 

The post د سرپل د ولايتي شورا رئيس د سانچارك ولسوالۍ د سقوط اټكل كوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/10/13/%D8%AF-%D8%B3%D8%B1%D9%BE%D9%84-%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA%D9%8A-%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%A7-%D8%B1%D8%A6%D9%8A%D8%B3-%D8%AF-%D8%B3%D8%A7%D9%86%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%83-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading