بازتاب نیوز

د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې بلخ کابل ته او پکتیا ننګرهار ته ماتې ورکړه

٨ ليندی -٦٢٣ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان کرکټ غوره لیګ، د ګلبهار شل اوریزه غوره لیګ، سیالیو په لړ کې بلخ لیجنډز کابل ځوانونو ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، پچه بلخ لیجنډز لوبډلې وګټله او کابل ځوانانو لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

بلخ لیجنډز په ټاکل شوو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدلو سره کابل ځوانانو ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

خو د کابل ځوانانو لوبډله ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړي او په شل اوورنو کې یې د اوه لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۲۳ منډې جوړې کړې او له دې سره بلخ لیجنډز دغه لوبه د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.

بلخوا ننګرهار لیپرډز د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه غوره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې په شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډوهدف ورکړ. رحمت شاه په توپوهنه کې تر نورو ښه وځليد چې ۳۲ منډې يې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، ورکړل شوی هدف د ۳ ويکټو په له لاسه ورکولو سره په ۱۴.۴ اور  کې پکتیا ننګرهار ليپرډز لوبډلې ترلاسه کړ.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/16807

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading