بازتاب نیوز

تخار کې چاودنې د یوې نوماندې ټاکنیز کمپاین په نښه کړ

٢١ تله ١٣٩٧ طلوع نیوز

د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې نن شنبې له غرمې وروسته د ولسي جرګې ټاکنو ته د یوې نوماندې ټاکنیز کمپاین ته‎څېرمه چاودنه شوې ده.

د تخار پولیس وايي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو له امله وه چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو. او دا چاودنه د ۲:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

د تخار د پولیسو په وینا، په دغې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور پټيان دي. بلخوا یو پولیس او یو امنیتي سرتېری د وژل شویو په ډله کې دي.

د تخار د پولیسو چارواکي وايي چې دغه ټاکنیز کمپاین له تخار ولایته د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندې نظیفې بیګ پورې اړوند بلل کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%DB%90-%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DB%8C%D9%88%D9%87-%D9%86%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%DB%8C%D8%B2-%DA%A9%D9%85%D9%BE%D8%A7%DB%8C%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%86%DA%9A%D9%87-%DA%A9%DA%93

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading