بازتاب نیوز

تخار کې د یوې نوماندې پر ټاکنیز کمپاین برید کې شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

٢١ تله ١٣٩٧ سلام وطندار

نن شاوخوا ۲ بجې د تخار ولایت په روستاق ولسوالۍ کې د یوې نوماندې نظیفې یوسفي‌بېګ پر ټاکنیز کمپاین برید وشو.

د پېښې عیني شاهد صدام حسین وايي، د غونډې ځای ته د یادې نوماندې له رسېدو سره سم چاودنه وشوه چې له کبله یې ۱۵ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

خو د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، په چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي چې د ملي امنیت یو کارکوونکی هم په‌کې وژل شوی او ۳ پولیس ټپیان دي.

په برید کې ولسي جرګې ته نوماندې نظیفې یوسفي‌بېګ ته زیان نه‌دی اوښتی.

د تخار پولیس وايي، د پېښې څېړلو له‌پاره پلاوی ټاکل شوی او تر څېړنې وروسته به یې مالومات له رسنیو سره شریک کړي.

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه‌دی.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=42765

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading