بازتاب نیوز

د هرات په ۷ ولسوالیو کې د شپې مخابراتي شبکې کار نه‌کوي

٢١ تله ١٣٩٧ سلام وطندار

د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست سرپرست عزیزالرحمان طیب نن یوې خبري غونډې کې وویل، د امنیتي ګواښوونو له کبله په شینډنډ، پښتون‌زرغون، اوبې، رباط سنګي، ګلران، زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې د شپې مخابراتي شبکې کار نه‌کوي.

د نوموړي په وینا، وسله‌والو طالبانو دې ولایت کې د مخابراتي شبکو پر انتونونو بریدونه زیات کړي او تازه یې د سلام دولتي مخابراتي شبکې یو انتن له ځانه سره وړی دی.

په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو پر نه فعالیت د نیوکې ترڅنګ، د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ډاډ ورکوي چې د عامه نظم ځواکونه په هر حالت کې د مخابراتي شبکو د امنیت خوندیتوب له‌پاره چمتو دي او مسوولان یې کولی شي، دې ولایت کې خپل پوښښ پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو سرچینو په وینا، وسله‌وال طالبان د خپلو پرواګرامونو عملي کولو او ورانکاره فعالیتونو له‌پاره د شپې له لوري د مخابراتي شبکو پر پوښښ بندیز لګوي یا یې هم انتنونه غیرفعاله کوي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=42762

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading