بازتاب نیوز

خلیلزاد د خپلو سفرونو پایلې د افغان دولت له مشرانو سره شریکې کړې

٢١ تله ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څلورو هېوادونو ته د خپل سفر پايلې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان دولت له مشرانو سره شريکې کړې.

له ارګه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

سرچينې زياته کړې، ډاکتر زلمي خلیل‏‏زاد ولسمشر اشرف غني ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له راپور او هلو ځلو په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته زلمي خليلزاد تېره اوونۍ خپل سفر له افغانستان څخه پيل کړ.

هغه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سياف، ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو مشرانو سره وليدل او ورسره يې د سولې په اړه مشورې وکړې.

خلیلزاد د خپلو سفرونو پایلې د افغان دولت له مشرانو سره شریکې کړې

له کابل وروسته زلمى خليلزاد پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له پوځي او ملکي مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې وکړې.

زلمي خليلزاد بيا سعودي او متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته يې تر خبرو اترو وروسته قطر ته سفر وکړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې وليدل.

بلخوا امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم ليدلي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

(0)The post خلیلزاد د خپلو سفرونو پایلې د افغان دولت له مشرانو سره شریکې کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خلیلزاد-د-خپلو-سفرونو-پایلې-د-افغان-دول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading