بازتاب نیوز

سعودی عربستان یو دیکتاتور رژیم دی

٢١ تله ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د امریکا د ورمونټ ایالت سناتور برنی سینډرز (Bernie Sanders) پرون د سعودی عربستان د رژیم په دیکتاتور بللو سره د نیوکه کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی(Jamal Khashoggi) د قتل د عاملانو د محاکمه کولو پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه ډاګینه کړه د سعودی عربستان د رژیم له ولیعهد محمد بن سلمان سره دامریکا مرستې دغه رژیم د جنایتونو او د تیریو د ترسره کولو دوام ته هڅولی دی .

دامریکا دمشرانو جرګې غړی برنی سینډرز ټینګار وکړ سعودی عربستان یو دیکتاتور او ظالم رژیم دی چې خپل مخالفان ځپی .

دترکیې سرچینو هم ویلی دی چې د سعودی عربستان په حکومت نیوکی کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی په استنبول کښې دعربستان د کنسولګرۍ دننه وژل شوی او مړی یې بیا له کنسولګرۍ بهر وړل شوی .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/سعودی-عربستان-یو-دیکتاتور-رژیم-دی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading