بازتاب نیوز

حکمتیار: حکومت د ځينو سفارتونو له ملتیا سره ټاکنې مهندسي کوي

٢٢ تله ١٣٩٧ طلوع نیوز

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي چې حکومت کابل کې له ځينو بهرنیو سفارتونو سره په هملاسۍ، د تلې په ۲۸ مه به ټاکنې مهندسي کړ.

ښاغلي حکمتیار چې نن جمعه (د تلې په ۲۰ مه) د «ملي یووالي د سترې ټولګې» په دویمه ورځ کابل کې وینا کوله وویل، چې د ولسي جرګې ټاکنې به د افغانستان په ۳۶ سلنه خاوره کې ترسره شي، ځکه چې د هغه په وینا د هېواد ځينې برخې په قصدي توګه ناامنې کړل شوې چې ټاکنې په کې ترسره نه شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ګټوونکی او بایلونکی د خلکو د رایو پر بنسټ نه بلکې، د بهرنیو اغېزناکه لورو پر حکم پرېکړه وکړي. دغه پرېکړه به هغوی (سفارتونه) وکړي چې کوم نوماند بریالی او کوم بایلونکی دی.»

د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو د خپلو بحثونو پایله اعلان کړه.

  له بایو مېټریک دستګاوو نه پر کار اخیستنې سربېره په هېواد کې د جګړې د درېدو، د لارو چارو لټول او د ټاکنو د روڼتیا تضمین، د ټاکنو پر ورځ  د دغه بهیر د پرېکړه‎لیک نورې برخې دي.

د محاذ ملي ګوند غړی احسان الله صدیقي په دې اړه وايي:«د ملي یووالي ستره ټولګه، له حکومته غواړي چې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د بې‎ځایه پلمو د راوړلو پر ځای، عملي ګامونه پورته کړي او ژر تر ژره زمینه برابره کړي.»

خو له دې ټولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو او د خلکو د ارداې پر بنسټ د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رڼه، صادقانه او عادلانه توګه به حساب کړي چې چا ډېره رایه ترلاسه کړې او چا کمې ترلاسه کړې دي او دا د افغانستان د خلکو پرېکړه ده.»

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو اوو ورځو – د تلې ۲۸ – په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي – هغه ټاکنې چې په هغه کې د غزني ولایت په استثنا سره د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي دي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/elections-2018/%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B1-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%AF-%DA%81%D9%8A%D9%86%D9%88-%D8%B3%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%87-%D9%85%D9%84%D8%AA%DB%8C%D8%A7-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%DB%90-%D9%85%D9%87%D9%86%D8%AF%D8%B3%D9%8A-%DA%A9%D9%88%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading