بازتاب نیوز

ډونالډ ټرمپ د کشیش د ازادۍ له امله له خپل ترکي سیاله مننه وکړه

٢٢ تله ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

امریکایي کشیش اندرو برونسن چې دوه کاله یې د ترکیې په یوه زندان کې تېرل کړل، پرون امریکا ته ورسېد او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

هغه پرون شنبه واشنګټن ته تر رسېدو وروسته، د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل.

برونسن له ولسمشر ټرمپه مننه وکړه چې د هغه د ازادۍ لپاره یې هلې ځلې وکړې او د فوق القاعده عقل دعا یې هم ورته وکړه.

په سپینه ماڼۍ کې له اندرو برونسن سره پرون د هغه مېرمن او لور هم حاضرې وې.

د اندرو برونسن نیول کېدو او محاکمې د انقرې او واشنګټن پر سیاسي اړیکو منفي اغېز کړی و.

کشیش اندرو برونسن په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ترکیه کې له ترورېزم سره د تړاو په تور ونیول شو.

برونسن پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي وو.

د ترکيې ازمیر ښار ته نېږدې محکمې د جمعې په ورځ د هغه د ازادۍ حکم وکړ.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2018/10/47462/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading