بازتاب نیوز

په تخار کې د يوې کانديدې په كمپايني غونډه كې چاودنې ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

٢٢ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پرون ماسپښين د ولسي جرګې د کانديدې نظيفه يوسفي بېګ د کمپاين په غونډه کې بمي چاودنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، بم په ماهرانه توګه په يوه موټرسايكل كې ځاى پر ځاى شوى و.

نوموړي زياته كړه، د چاودنې له كبله ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.

د هجري په خبره، په پېښه كې مېرمن بېګ ته زيان نه دى اوښتى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني، په کابل کې د امريکا سفير جان بس او سعودي عربستان دا بريد غندلی دی.

د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

The post په تخار کې د يوې کانديدې په كمپايني غونډه كې چاودنې ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/10/14/%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%8A%D9%88%DB%90-%DA%A9%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%8A%D8%AF%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D9%83%D9%85%D9%BE%D8%A7%D9%8A%D9%86%D9%8A-%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading