بازتاب نیوز

د فوټبال غوره ليګ د تېر ماښام لوبه مساوي پای ته ورسېده.

٢٢ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام لوبه د سپين غر بازان او موج هاى امو لوبډلو ترمنځ د يو يو ګول په وهلو سره مساوي پاى ته ورسېده.

د لوبې په اتمه دقيقه كې فرهاد اندړ د سپين غر بازان لوبډلې او په ۲۷مه دقيقه كې خسرو ګلدوست د موج هاى لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل.

ټاكل شوې نن ماښام د سيمرغ البرز او عقابان هندوكش لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دوهم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبې كوي.

 

The post د فوټبال غوره ليګ د تېر ماښام لوبه مساوي پای ته ورسېده. appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/10/14/%D8%AF-%D9%81%D9%88%D9%BC%D8%A8%D8%A7%D9%84-%D8%BA%D9%88%D8%B1%D9%87-%D9%84%D9%8A%DA%AB-%D8%AF-%D8%AA%DB%90%D8%B1-%D9%85%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D9%85-%D9%84%D9%88%D8%A8%D9%87-%D9%85%D8%B3%D8%A7%D9%88%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading