بازتاب نیوز

په يونان کې ۱۱ پناه غوښتونکي د اور خوراک شول

٢٢ تله ١٣٩٧ د كليد ګروپ

په يونان کې ۱۱ پناه غوښتونکي له پوليسو د تېښتې په وخت په اور کې وسوځېدل.

پوليس وايي، د پناه غوښتونکو موټر له کاولا ښاره تسالونيک ښار ته روان و، چې له يوه باروړونکي موټر سره يې ټکر وکړ او اورلګېدنه رامنځته شوه.

پوليس زياتوي، پناه غوښتونکو ونه شوای کړای له اوره ځانونه وژغوري او ټول همالته وسوځېدل.

د باروړونکي موټر چلوونكى په ډېرې سختۍ وتوانېد له موټره ښكته او له مرګه وژغورل شي.

د يوناني پوليسو په خبره، دغه پناه غوښتونکي د ترکيې له پولې ور اوښتي وو او اتن ته يې د ځان رسولو هڅه کوله.

The post په يونان کې ۱۱ پناه غوښتونکي د اور خوراک شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/10/14/%D9%BE%D9%87-%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%DB%B1%DB%B1-%D9%BE%D9%86%D8%A7%D9%87-%D8%BA%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%8A-%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D8%B1-%D8%AE%D9%88%D8%B1%D8%A7%DA%A9/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading