بازتاب نیوز

له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۴۰۳ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو

١ لړم ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د مالیې وزارت سرپرست، ډاکټر محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، شبهام چوهدري د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال له افغانستان سره د دې بانک لخوا د ۴۰۳ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک، لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا او لوړو زده کړو وزیرانو، د پوهنې وزارت سرپرست او د ښځو چارو وزارت مرستیالې حضور درلود. 
د مالیې وزارت سرپرست او به زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار زیاته کړه، چې دغه مرسته به په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې د زده کړو د زمینې د ښه کولو، د لوړو زده کړو په برخه کې د ظرفیت لوړولو او په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د ښه کولو لپاره لګول کېږي.
هغه وویل، چې په دې برخه کې پانګونه کوي څو د ښځو د وړتیاو په لوړلو، د فقر په له منځه وړلو د اقتصادي سیستم په پیاوړتیا او د عوایدو په ډیرولو کې مرسته وکړي .
هغه دا هم وویل، چې د نړیوال بانګ د ۴۰۳ میلیونه ډالرو له جملې به ۲۹۸ میلیونه د پوهنې د کچې په لوړولو، او ۱۰۰ میلیونه نور به یې د ښځو لپاره د زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې په یو شمېر غټو او وړو پروژو کې ولګول شي.
همدارنګه ۵ میلیونه ډالر د لوړو زده کړو وزارت پراختیايي برخې ته  ځانګړي شویدي، چې د تدریسي سیستم په ښه والي  کې به ورڅخه ګټه پورته شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر شبهام چوهدري وویل، دوي ژمن دي، چې په افغانستان کې د نوي او ځوان نسل د روزلو په برخه کې ډیره پانګونه وکړي، ترڅو نجونې او هلکان وهڅوي، چې ښوونیزو مرکزونو ته لاړشي او له دې لارې خپل هیواد ته خدمت و کړي .
هغه وویل دوي ژمن دي، چې په افغانستان کې د ښځو د ټولنیز وضعیت د ښه والي  لپاره یو شمیر وړې او غټې تشویقي پروژې په لار واچوي ترڅو ښځو لپاره د تعلیم او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/economical/2889-2018-10-23-12-26-01

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading