بازتاب نیوز

قومي مشران: په لغمان او کونړ کې ټاکنو کې درغلۍ شوې

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم

د کونړ ولایت قومي مشران او ځايي اوسیدونکي وایي، چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې دوی ته د منلو نه دي.

دوی وايي، چې په دې ولایت کې د ټاکنو په بهیر کې درغلۍ شوي او انتخاباتي کمېسیونونه باید پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي او ټاکنو کې شفافیت رامنځ ته کړي.

په ورته مهال د لغمان ولایت د ولسي جرګې ټاکنو یوشمېر نوماندان وایي، چې په دې ولایت کې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، په ډيرو محلونو کې بایومټریک نه استفاده نه ده شوې او جعلي تذکرې کارول شوې دي.

د کونړ ولایت قومي مشران او ځايي اوسیدونکي د هغو رایو د ابطال غوښتنه کوي، چې له بایومتیرک پرته کارول شوي دي.

دوي وايي، چې ددې ولایت اوسیدونکي په سختو حالاتو کې د رایې اچونې مرکزونو ته تللي او که یې غوښتنونو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نه یوازې داؤ چې پراخ لاریونه به وکړي بلکې نور به ټاکنو کې هم برخه نه اخلي.

په ورته مهال په لغمان کې یو شمېر نوماندان بیا دغه ولایت کې ټاکنې له درغلو ډکی بولي او وايي، چې په بیلابیلو سیمو کې د زورواکو له لوري مشخصو نوماندانو ته کار شوی او پر جعلې تذکرو رایې کارول شوی.

دوي وايي، چې د هغو سیمو د خلکو په تړاو دې هم غور وشي چې د مسوولو ادارو د بې غورۍ له کبله له ټاکنو پاتې دي.

خو د لغمان ولایت د ټاکنو کمېسیون مسئولان وایي، چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په دې ولایت کې رایه اچونه په شفاف ډول شوي او وايي هغه شکایتونه چې موجود دي اړوند کمیسیون به يې پر وړاندې خپل اقدامات کوي.

پر ټاکنیز بهیر نیوکې داسې مهال دي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه داسې پریکړه کړې، چې له بایومټریک پرته کارول شوو رایو ته به هم په مشروط ډول اعتبار ورکړل شي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13941-election

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading