بازتاب نیوز

مسکو غونډه: د خبرو لپاره د سولې عالي شورا بلنه اود طالبانو غوښتنې

١٨ لړم ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان سره د سولې خبرو اترو ته کښېني.

نوموړی نن د مسکو په غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې په اړه د حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۹ مه نیټه د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په منظور اوه وړاندیزه وکړل چې په هغه کې اوربند، د یو سیاسي ګوند په توګه د هغو پيژندل، د باور جوړونې انتقالي ترتیباب او سراسري ټاکنې، د اساسي قانون بیا کتنه، عدالت او د شکایتونو اورېدل، د قوانینو تطبیق، د بندیانو خوشي کول او د تحریمونو له تور لیسته یې ویستل، د هېواد د اتباعو د امنیت ټینګښت، پراختیا، له اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا څخه ملاتړ او د بین‌المللي ټولنې مشارکت په کې شامل وو.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي مشر ملا عباس ستانکزي وایي په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیو ځواکونو له اشغال سره تړاو لري.

نوموړی د مسکو په نننی غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ نه دی او د سولې په اړه د طالبانو غوښتنې مطرح کړې.

هغه وویل، چې د خبرو لپاره باید د اعتماد فضا رامنځته شي، پر طالبانو د امریکا بندیزونه لیرې شي، په خبرو کې د ګډون لپاره امن سیمه مشخصه شي، د طالبانو لپاره رسمي دفتر پرانیستل شي، نړیواله ټولنه د سولې د بهیر تضمین کړي او زندانیان دې خوشې شي.

ملا ستانکزي زیاته کړه، چې طالبانو تر اوسه درې ځله له امریکایانو سره کتلي او ټینګار یې وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې ګټه نه لري.

هغه دا هم وویل، چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل غواړي او چمتو دی له امریکایانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/17351

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading