بازتاب نیوز

په پکتیا کې پر ملکي خلکو هوايي برید

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

په دې برید کې ۵ ملکي کسان وژل شوي دي

په پکتیا ولایت کې د یوه هوايي برید له امله ۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان وایي، چې دغه برید د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوزې خېلو سیمه کې پر هغه موټر شوی، چې ملکي کسان پکې سپاره وو.

دوی وایي، چې وژل شویو کې یو ماشوم دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هوایي بریدونو زور اخیستی چې تر ډېره یې قربانیان ملکیان وي

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13959-paktia

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading