بازتاب نیوز

وکیلان: په ډېرو ولایتونو کې نا امنۍ اوج ته رسیدلي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

د ولسي جرګې غړي وایي، د افغانستان اکثره ولایتونه د نا امنیو شاهد دي، خو حکومتي مسئولان په کمپایني سفرونو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې د غزني په شمول د افغانستان اکثرو ولایتونو کې نا امنۍ اوج ته رسیدلي، خو د حکومت مشران په کمپایني سفرونو بوخت دي.

وکیلان د حکومت امنیتي تګلاره ناکامه بولي او وایي، چې د وسله والو لاس ته پرمختللې وسلې ورغلي او د افغانستان ۶۵ سلنه خاوره د وسله والو لاس ته ورغلې.

د ولسي جرګې غړي په غزني، ارزګان، فاریاب، ننګرهار او د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي اندېښنه ښيي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو وویل، چې د افغانستان ګڼ ولایتونه د جګړو شاهد دي، نا امنۍ اوج ته رسیدلي، خو حکومتي مسئولان په خپلو کمپایني سفرونو بوخت دي.

د دوی په خبره، په ټول هېواد کې نا امني اوج ته رسدلې خو د حکومت مشران په کمپایني سفرونو بوښت دي.

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي په غزني ښار د طالبانو له بیا ځلې حملې په وېره کې دي او وايي که حکومت ورته توجه ونه کړي ممکن دغه ولایت یوځل بیا د وسله والو لاس ته سقوط  بیا ځل لپاره سقوط وکړي.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي د ملي یووالي حکومت امنیتي ستراتیژي ناکامه بولي او وايي، له نیم څخه زیاته خاوره د مخالفینو په واک کې ده.

دوی همدا راز د وسلوالو طالبانو لاسته د پرمختللو وسلو په اړه هم اندېښمن دي.

د ولسي جرګې غړو د شنبې ورځې په امیتازي ساعت کې د افغانستان په روان بد امینتي وضعیت داسې مهال اندېښنه وښوده، چې لا هم د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي او زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13958-wolasi-jerga

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading