بازتاب نیوز

صیاد: د ولسمشرۍ ټاکنې د حمل په یو دېرشمه ترسره کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ولسمشرۍ ټاکنې د حمل په ۳۱مه نیټه ترسره کیږي، خو بشپړ مهالویش به یې دوه ورځې وروسته اعلان شي.

ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ مهالویش اعلان کړی وای، خو کمېسیون وایي، چې د قانون له مخې تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش اعلان لپاره ډېروخت پاتې دي.

د کمېسیون چارواکي وایي، چې په غزني کې د ټاکنو پر وړاندې د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د حکومت یو درې کسیز هیئت خپل کار پيل کړی دی.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار وار د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش د اعلان په تړاو خپل چمتووالی اعلان کړی، خو تر اوسه دغه مهالویش نه دی نهايي شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال د حمل په ۳۱مه نېټه ترسره کیږي، خو ددې ټاکنو لپاره ټول مهالویش نه دی نهايي شوی او تر راتلونکو دوه ورځو به نهايي او اعلان شي.

د قانون له مخې د ولسمشریزو انتخاباتو مهالویش باید تر انتخاباتو ۱۸۰ ورځې اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دي او د بودیجې په تړاو خبرې روانې دي او ددې ستونزو په حل سره به انتخابات ترسره شي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د غزني انتخاباتو په اړه د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره درې کسانو سروردانش، د محلي ارګانونو رییس او انجنیر محمد خان ته دنده سپارلې، څو یاده ستونزه حل او د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش په اعلان کې ځنډ داسې مهال دی، چې د ملي شورا غړي وايي، که کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپلې چارې سمې ترسره نه کړي، راتلونکې ټاکنې به هم له ستونزو ډکې او ځنډنۍ شي.

 

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13957-election

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading