بازتاب نیوز

غني: راتلونکو ټاکنو کې سرور دانش زما ترڅنګ ولاړ دی

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

ولسمشر غني وایي، ولسواک نظام د افغانستان د نجات یوازینۍ لار ده.

اشرف غني، چې په دایکنډي ولایت کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د اساسي قانون مطابق د یوه ولسواک نظام ایجاد د افغانستان د نجات او د ثابت د ټینګښت یوازینۍ لار ده او د نورو نظامونو تجربو نتیجه نه ده ورکړې.

اشرف غني وایي، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې سرور دانش له ده سره ولاړ دی او خپل نیمګړي پروګرامونه به تکمیل کړي.

د لوی ملي ائتلاف له لوري د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د یوه اته کسیز انتخاباتي ټکټ د وړاندې کولو په تړاو تر څرګندونو وروسته ولسمشر غني وایي، چې د افغانستان د نجات یوازینۍ لار د اساسي قانون پراساس د یوه ولسواک نظام راتلل دي.

اشرف غني په دایکنډي ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې په افغانستان کې ډېر نظامونه تجربه شوي، خو هغه نظام، چې ثبات رامنځ ته کوي د اساسي قانون مطابق د یوه ولسواک نظام جوړېدل دي.

محمد اشرف غني یوځل بیا پروخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېډو ټینګار کوي او وایي، چې د خپلو پروګرامونو د بشپړولو او له جغرافیايي زندان څخه د مرکزي ولایتونو د اېستلو لپاره به راتلونکو انتخاباتو کې سرور دانش د تېر په څېر دده ترڅنګ ولاړ وي.

ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل، چې د دایکنډي ولایت د امنیت بهبود لپاره به د سیمه ییزې اردو یو کنډک ایجاد او په نا امنو ولسوالیو کې به عملیات ترسره شي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني چمتووالی داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې په کور دننه سیاسي احزابو او جریانونو هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د انتخاباتي ټکټونو پر جوړولو سلا مشورې پیل کړې دي.

 

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13956-ghani-

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading