بازتاب نیوز

طالبان: داعش د حکومت او بهرنیانو له خوا حمایه کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وایي، داعش ډله د حکومت او امریکا ګډه پروژه ده.

شیرمحمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، چې افغان ځواکونو څو ځله داعش جنګیالي د طالبانو له کلابندۍ ژغورلي او د خلاصون لپاره یې پر طالبانو بمبارۍ کړې دي.

عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د سولې ارداه نه لري او د مسکو ناستې په څیر د سولې په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون پرځای د هغو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي د مسکو ناسته د افغان سولې په تړاو یو مثبت او اغیزناک اقدام بولي، خو په دې کنفرانس کې د حکومت او امریکايي استازو پر نه ګډون نیوکې کوي.

په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر رییس په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او د مذاکراتو د پیل په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

شیرمحمد عباس ستانکزی په افغانستان کې جنګېدونکې داعش ډله بهرنۍ بولي او وایي د دې ډلې جنګیالي د حکومت او بهرنیانو قوي ملاتړ لري او له یوه ځایه بل ځای ته یې لیږدوي.

ستانکزی وایي ،څو میاشتې وړاندې یې د فاریاب په درزاب ولسوالۍ کې داعش ډله کلابنده کړې وه، خو افغان ځواکونه یې مرستې ته ورغلل او هغوی یې د طالبانو له منګولو وژغورل.

شیرمحمد عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د سولې اراده نه لري، ځکه په باور یې هغوی د جګړې په دوام کې خپلې ګټې  ګوري او له همدې امله د مسکو په څیر په نړیوالو ناستو کې نه یوازې ګډون نه کوي بلکې پر وړاندې یې خنډونه جوړوي.

طالب استازی وایي، افغان کړکیچ کورنی او بهرنی اړخ لري، خو دوی لومړی هڅه کوي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور، له تورلیست څخه د طالب مشرانو لرې کول او ورته نور مسایل مخامخ له امریکا سره حل کړي.

طالبان وایي،اوسنی حکومت د خلکو استازیتوب نه شي کولای، خو وایي د سیاسي ګوندونو له استازو سره خبرو ته چمتو دي او څوځله یې له هغوی سره خبرې هم کړې دي.

د مسکو له ناستې وروسته په کور د ننه هم د سولې خبرو لپاره خوشبیني زیاته شوې، خو پرحکومت او امریکایانو له دې امله نیوکې کیږي چې په ورته ناستو کې نه ګډون یې د دې ښکارندويي کوي چې د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.

د مسکو په ناسته کې د طالبانو ګډون دې ډلې ته په نړیوالو سټیجونو د راڅرګندیدو له اړخه مهم و او مسکو هم ددې ناستې له لارې وښوده، چې له طالبانو سره اړیکې لري او د افغانستان د سولې په برخه کې رول لوبولی شي.

 

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13955-taliban

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading