بازتاب نیوز

د کوچیانو له لوري د کارول شویو رایو د ابطال هڅې کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 19 لړم

په بغلان ولایت کې د کوچیانو استازي شکایت کوی، چې په ټاکنو کې د دوی له لوري د کارول شویو رایو د ابطال هڅې کیږي.

بغلان کې کوچیان ادعا کوي، چې یوشمیر نوماندان په دې هڅه کې دي، چې دې ولایت کې د کوچیانو له لوري کارول شوې رایې په دې پلمه  باطلې کړي، چې ګنې دغلته بایومتریک نه دی کارول شوی او یاهم د ځينو نوماندانو په ګټه درغلۍ شوي.

کوچیان خبرداری ورکوي، چې که یې غږ وانه ورېدل شي او ټاکنیزکمیسیونونه یې رایې باطلې اعلان کړي بغلان کې به د کوچیانو امریت دروازه وتړي او راتلونکو  ولسمشریزو ټاکنو کې به هم ونډه وانه خلي.

بغلان کې د کوچیانو سرخیلان د یوې خبري ناستې پرمهال وايي یو شمیر کوچي نوماندانو، چې له دې ولایت څخه یې رایه نه ده اخیستې په دې هڅه کې دي، چې د رایې په مرکزونو کې د بایومټریک دنه کاریدو او یا په دې ادعا، چې دغلته د ځانګړو نوماندانو په ګټه درغلۍ  شوي کارول شوې  رایې باطلې کړي.

کوچیان وايي د ټاکنوکمیسیون کارکوونکو وړتیا نه درلوده، چې بایومټریک څه ډول وکاروي او څنګه د رایې مرکزونو ته ځانونه حاضر کړي، چې اوس دې کې ګرم دوی نه دي.

بغلان کې د کوچیانو استازي حکومت او د ټاکنیزو کمېسیونونو ته خبرداری ورکوي، چې که رایې  یې باطله اعلان کړي، بغلان کې به د کوچیانو امریت دروازه وتړي، خپلې تذکرې به لمنځه یوسي، راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به رایه ورنه کړي او په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي .

دوی وايي، چې زرګونه سټېکر شوې تذکرې یې له دې امله په لاس کې پاتي او رایه یې نه ده وکړې، چې د رایې مرکزونه ځينې کوچي میشته سیمو ته نه و تللي.

په بغلان ولایت کې د کوچیانو د استازو دغه شکایتونه داسې مهال دي، چې ټاکنیزکمېسیونونه وايي، چې له بایومټریک پرته هغو کارول شویو رایو ته هم اعتبار ورکوي، چې په فهرست کې د رای ورکوونکو نومونه موجود وي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13953-baghlan

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading