بازتاب نیوز

اصغري: د پارلماني ټاکنو رایو بیا شمېرل د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډوي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم

پر انتخاباتو څارونکې ادارې وايي، په کابل او ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیا شمېرنه به د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو خبره کړې، ناظر بنسټونه او د ملي شورا غړي وایي، چې د رایو بیا شمېرل به د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو سبب شي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې په کابل کې د رایو بیا شمېرل به د نویو کارکوونکو له لوري ترسره شي.

د انتخاباتو کمیسیون د کابل اړوند کمیسیون ټول کارکوونکي بدل کړي دي.

د کابل په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیاځلې شمېرلو په تړاو د کمېسیون پر تازه تصمیم نیوکې ډېرې شوې دي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د رایو بیا شمیرل ډیر وخت ته اړتیا لري او دا کار به د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډوي.

بل پلو ناظر بنسټونه وایي، چې د کابل د ولایتي دفتر کمېسیون د رئیس او نورو کارکوونکو د لرې کېدو او پر ځای یې د نویو کسانو راتګ به هم د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډوي او که ټاکنې هم پر وخت ترسره شي له ګڼو ستونزو او درغلیو به ډکې وي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د منظم پلان نشتوالی، نه همغږي، په کارونو کې سهل انګاري هغه عوامل ګڼي، چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو په وخت کې ځنډ رامنځ ته کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د راتلونکي کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل د دوی لپاره سره کرښه ده او هیڅ کله به هم له ځنډ سره مخ نه شي.

خو د کمیسیون مسئولان وایي، چې که پروخت بودیجه ونه رسیږي ښايي یادې ټاکنې له ستونزو سره مخ شي.

ټاکل شوې وه تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش اعلان کړي، خو چارواکي وایي، چې د کار د زیاتوالي له امله د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالویش اعلان یوازې د څو ورځو لپاره ځنډېدلی دی.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13967-election

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading